په جنوبي وزيرستان كښې عمليات درول شوي

د لراوبر اداره | فبروري 2nd, 2008


دپاكستان پوځي  چارواكي وائى چې  جنوبي  وزيرستان كښې عمليات درول شويدي اوكه چرته خبرې  اترې  بريالي نشوې نو سره روغه او لدهاكښې به سخت عمليات تر سره شي  د شخصي ټلويزون د راپور ترمخه  دپاكستان د پوځ  لوړ رتبه  افسر كرنل ملك نعيم رسنيو ته وئيلي  دي چى  د جنوبى  وزيرستان پنځه  سوه مربع كلو ميتره سيمه  دعملياتو په ترڅ كښې  د وسلوالو څخه  اّزاده شويده اوس محال عمليات درول شويدي او غواړو چى  دخبرو اترو دلارې  مسئله حل شي خو كه چرته  اړشونو د جنوبى  وزيرستان نورو سيموته به سخت ګوزارونه وركړو.

Copyright Larawbar 2007-2024