کندوز:6ملکيانوته مرګ ژوبله واوښتله

46 | اپریل 27th, 2010


دکندوز په ارچې ولسوالې کې 6 تنوملکيانو ته مرګ زوبله واوښتله .
دغوملکيانو ته هغه مهال مرګ زوبله واوښتله چې کله دافغان دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ وسلواله نښته رامنځ ته شوه. اوپه يوه کورباندې توغندې راپريوت .
چې ځاي پر ځاي په کې دوه کسان ووژل شول او 4 نورټپيان شول په ټپيانوکې يوه ميرمن اونورکوچنيان دي .
ټپيان د درملنې په موخه دامهال دکندوز سمييز روغتون ته را انتقال شويدي خو دروغتيايي حالت په اړه يي مالومات نشته .
دارچې ولسوالې امنيه قوماندان حميد اغا لراوبر ته دپيښې پخلې وکړ.
خوله بل لورې ځايي خلک بيا وايي چې توغندې د دولت له لورې وارشويدي خو ديادي ولسوالې امنيه قوماندان حميداغا داپړه پروسلوالوطالبانو اچوي .

Copyright Larawbar 2007-2024