یو امریکایی او یو ناټویی پوځی ووژل سو

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 2nd, 2010


پنتاګون وایی چی درې ورځی مخکی په افغانستان کی ماین یو امریکایی عسکر وژلی و ، خو نور تفصیل یې ور نه کړ چی په کوم ولایت کی او څو نور پوځیان زخمی یا معیوب سول . دا د امریکایی پوځ ۱۰۵۴م پوځي دﺉ چی دلته وژل کیږی .
د یو بل خبر له مخی چی فرانس پریس آژانس د ناټو په حواله وکړ ، ویل کیږی چی نن د افغانستان په جنوب کی طالبانو په مخامخ جګړه کی د ناټو یو عسکر ووژﺉ خو د پیښی ځای او د مقتول هویت یې و نه ښود . خبر زیاتوی چی په روان کال کی دا ۱۷۵م بهرنی عسکر دی چی په افغانستان کی له منځه ځی .

Copyright Larawbar 2007-2024