مسود : د نیویارک بمي حمله موږ طرح کړې وه
د نیوزیلینډ ( ټي . وي . ان . زیډ ) شبکې خبر ورکړ چي د « تحریک طالبان پاکستان » مشهور قوماندان او د هغه د مشر حکیم الله مسود د اکا زوی « قاری حسین احمد مسود » نن یوه آډیو فیته خپره کړې او په هغه کښي یې ویلي چي د نیویارک په « ټایمز چوک » کښي د موټري بم پرونۍ حمله چي کشف او خنثی سوه ، دوی طرح کړې وه .
مسود ویلي چي موږ دا حمله په عراق کښي د القاعده د دوو قوماندانانو ( البغدادي او المهاجر ) او نورو شهیدانو د انتقام لپاره کوله . دا لومړی ځل دئ چي یو څوک یا یو جوړښتون د دې ناکامه بمي حملې مسؤلیت مني .
امریکا مخکي ویلي وو چي قاری حسین احمد مسود یې د بې پیلوټه طیارو په بم وریو کښي وژلئ دئ خو دا ده پسله درو میاشتو څخه معلومه سوه چي هغه ژوندی او فعال دئ کټ -مټ لکه حکیم الله مسود چي هم ژوندی او فعال دئ .
اوس په نیویارک کښي ټولي امنیتي او استخباراتي څانګي په اضطراري حالت کښي دي او آینده حملو په اندیښنه کښي اچولي دي .
وېډيو :