تخار:موټرباندي بمې چاودنه شوې

سعيد لودين | مې 2nd, 2010


دتخارولايت ينګې قلعه ولسوالې دهيرا قشلاق اودروازه کن ترمنځ سيمه کې تيره ورځ نږدي دوه بجې په يوموټرباندي بمې چاودنه شوې .

دياد ولايت دوالې وياند توحيدي وايي چې چاونه دسړک دغاړې ماين ووچې په دملکې وګړوپيکپ موټرپرې وربرابرشو خو دهغه په وينا په دغه پيښه کې يوازې موټرزيانمن شوي نورهيچاته په کې زيان ندي رسيدلې .

خوله بل لورې طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيادپيښې دتاييدترڅنګ زياتوې چې دغه چاودنه دپوليسو په رنجرموټرترسره شوي چې له امله يي 4 پوليس وژل شوي او 2 ټپيان دي .

Copyright Larawbar 2007-2024