غزل

سعيد لودين | مې 2nd, 2010


ژوندون مې نیمه خوا شو غزل پاتې شو نیمګړی
خفه رانه اشـــــــنا شــــو غزل پاتې شو نیمګړی

ما یې په سپــین ټټرسپېځلـــــي غزل توري لیکل
بس یارمې ورخطا شــــو غزل پاتې شو نیمګړی

د یار نظــر به را ته ډیر ـ ډیر الهـامونه راوړل
نظــر يې په بلخوا شـــو غزل پاتې شو نیمګړی

زه وم په تمه چې به نن شپه کـــړو سندرې پوره
اوف بیا ګوره صبا شـــو غزل پاتې شو نیمګړی

یو مې کــــابل ځوروي او بل پېښــــــور ته خفه
یو غم ها بل غم دا شـو غـــزل پاتې شو نیمګړی

خوب مې لیدلی وو «ځدراڼه» ځواني مرګ وم پکې
همدا خوب مې رښتیا شو غزل پاتې شو نیمګړی

سوېډن ـ مالمو ۲۰۰۹/۱۱/۱۸

Copyright Larawbar 2007-2024