کندوز : د ۲۸ وسلوالوطالبانو د وژلوادعاء وشوه

34 | مې 13th, 2010


دکندوز ولايت د امنې قوماندان مل پسوال محمد رزاق يعقوبې وويل : چې تيره شپه دکندوز باغ شرکت په سيمه کې دوي قابو10:15 او دقيقې د د ولت مخالفينوپرضد دسپسشل فروس ، ملې اردو او ملې پوليسو په واسطه عمليات پيل کړل چې دهغه په وينا په دغو عملياتوکې دوي لږترلږه 28 وسلوال طالبان وژلې مګر ويلې کيږي چې په دغوعملياتوکې 25 تنه وسلوال طالبان وژلې شوي دي ، همداراز يعقوبې زياته کړه چې دمخالفينويومشهور قوماندان چې بهرنې طبعه وو او دطالب شاه په نوم يي شهرت درلوده هغه هم په دغوعملياتوکې وژل شوي دي .

مګر د کندوز دځايي مقاماتو ددغوڅرګندونو او ادعاوو په اړه تراوسه پورې وسلوالو طالبانورسينو ته څه ندي ويلې .

همدارنګه ديو بل خبر له مخې د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دټيلفون له لارې ويب پاڼې ته وويل چې نن 5 د دوي ملګرو په بغلان ولايت کې بريد ترسره کړي چې په پايله دهغه په وينا د الفتح عملياتو په ترڅ کې نوې بغلان دوي مکمل فتحه کړي او4 پوليس يي وزلې 2 يي اسيران کړي او 6 ميله درنه اوسپکه وسله د دوي ګوتو ته ورغلې خود بغلان مقاماتو په دي هکله څه ندي ويلې .

Copyright Larawbar 2007-2024