دفاع وزارت: 2 وسلوال مخالف قومندانان مو وژلي

56 | مې 4th, 2010


د افغانستان د دفاع وزارت وايي چي، په دايكنډي ولايت كي يې د ترورستانو دوه تنه قومندانان له دريو نورو ملګرو سره تيره ورځ وژلي دي.

د دفاع وزارت لخوا په يوه خپره سوې اعلاميه كي راغلي دي چي، دغه طالب قومندانان ملا عتيق الله او ملا جمعه نومېدل چي، له خپلو دريو تنو ساتونكو سره د دايكنډي په ګيزاب ولسوالۍ كي له ايتلافي ځواكونو سره په ګډو عملياتو كي وژل سوي.

خبر زياتوي چي، په دغو عملياتو كي يو شمېر نور مخالفين ژوندي هم نيول سوي دي، طالبانو تر دي مهاله پدي اړه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024