حميد حسن: تر اوسه نه وم خبر چې دومره تېز بالينګ كوم
د افغانستان او جنوبي افريقا په ننۍ لوبه كې جنوبي افريقا افغانستان ته ۱۴۰ هدف وټاكه.
حميد حسن همدا اوس سټاركركيټ چينل ته وايي، چې د ننۍ لوبې په اړه خوشاله يم، ده وويل چې نن مې ښه لوبه وكړه.
حميد حسن وويل چې تر اوسه نه وم خبر چې د بالينګ تيزوالى، مې څه د پاسه ۱۴۰ دى.
حميد حسن همدارنګه هيله وښوده چې د لوبډلې بالران به ښه لوبه كوي او انشالله لوبه به ګټي.
دا به په ټوله نړۍ كې د كركيټ مينه والو ته ډېره په زړه پورې وي چې يو نړيوال لوبغاړي ته تر اوسه دا زمينه نه وه برابره چې د بالينګ يا بال اچولو تېزوالى يې دومره زيات دى.
اوس به د لوبډلې بالرانو سترګې خپلو بېټسمينانو ته وي چې څنګه كولاى شي ښه ولوبيږي او لوبه وګټي.
لر اوبر له تاسو ټولو هيله كوي چې د زړه له كومې دعاوې وكړئ
دا به د ټول افغان ولس لپاره يوه نه هېرېدونكې ورځ وي