یو بهرنی پوځی او څلور پولیس ووژل سول
ناټو اعلان وکړ چی پرون د افغانستان په ختیځ کی یو بهرنی پوځی د طالبانو لخوا په مخامخ جنګ کی ووژل سو خو نور تفصیل یې ور نه کړ .
د یو بل خبر له مخی چی د کابل داخله وزارت ورکړ ، ویل کیږی چی پرون د هلمند په ګریشک کی د پولیسو یو موټر پر ماین وخوت چی له امله یې څلور پولیس له منځه ولاړل او دوه نور زخمیان سول .