په كندز او هلمند كي وسلوال طالبان وژل سوي او نيول سوي

56 | مې 13th, 2010


د كندز ولايت چارواكي وايي چي په دغه ولايت كي د بهرنيو ځواكونو په عملياتو كي 28 وسلوال وژل سوي او لس نور نيول سوي دي.

د كندز يوه امنيتي چارواكي چي د نوم له ښوولو يې ډډه كوله ازادي راډيو ته ويلي ، دغه پوځي عمليات د امريكا د ځانګړي ځواكونو له خوا د زرخريد په سيمه كي سوي دي چي په كي 8 نور وسلوال طالبان نيول سوي.
همدارنګه نوموړي وويل چي دغو ځواكونو د چهاردرې په ولسوالۍ كي دوه نور وسلوال طالبان نيولي دي.

نړيوالو ځواكونو هم په يوه اعلاميه كي ويلي چي، په كندز كي يې په پوځي عملياتو كي يې تر 24 زيات وسلوال طالبان وژلي.
اعلاميه كي راغلي چي، د وسلوالو طالبانو پر ضد پوځي عمليات به دوام وكړي.

د يو بل خبر له مخي د هلمند ولایت چارواکي وایي چي، افغان او نړیوالو ځواکونو په ګډو په دغه ولايت كي د وسلوالو طالبانو يوه ډله نيولې ده.

د هلمند د والي وياند داود احمدي نن سهار ازادي راډيو ته وويل چي دغه 40 تنه طالبان د هلمند په نوزاد ولسوالی کي د بېړنيو عملیاتو په نتيجه کي نيول سوي دي.
ښاغلي احمدي همدارنګه وويل چي دغو ځواكونو د سلام بازر په سيمه كي 80 كيلو ګرامه تاريك، وسلې او مهمات هم نيولي دي.
خو نوموړي ونه ويل چي په تور يې څوك نيولي دي كه نه؟

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024