کډوالو وزارت: نيمګړي تړونونه نه تمديد و

56 | مې 13th, 2010


د افغانستان د كډوالو د راستنيدنو چارو وزارت وايي چي تر دې وروسته به، د افغان كډوالو له كوربه هيوادونو سره نيمګړي تړونونه نه تمديدوي .

د افغانستان د كډوالو د راستنيدنو چارو وزارات سرپرست انجنير عبدالرحيم نن په كابل كي، خبريالانو ته وويل چي، په دغو تړوونو كي د نيمګړتياو له امله كوربانه هيوادونه، افغان كډوال د دوى له خوښي پرته ستنيدلو ته اړ باسي .

خو په افغانستان كي د كډوالو په چارو كي د ملګرو ملتونو د ادارې وياند نادر فرهاد ازادۍ راډيو ته ويلي چي، بهرني هيوادونه نه سي كولاى چي منل شوي كډوالو د دوى له خوښي پرته افغانستان ته راواستوي .

د كډوالو د راستنيدلو چارو وزارت سرپرست وزير دغه څرګنوني وروسته له هغه كوي چي له ناروې سره يې په يو شمېر اروپايي هيوادونو كي د افغان كډوالو د استوګني او په خپله خوښه د راستنيدلو په اړه په دې ورستيو كي يو درې اړخيز تړون تمديد كړ.

Copyright Larawbar 2007-2024