د ناټو يو عسکر په سهيل او بل په ختيځ کي ووژل سو

د لراوبر اداره | مې 14th, 2010


ناټو د جمعې ۱۴ می ۲۰۱۰ په لومړنۍ خبرپاڼه کي د افغانستان په سهيل کي د خپل يوه بل سرتيري د وژل کيدو خبر خپور کړ.


لږ وروسته د نن په دوهمه خبرپاڼه کي ناټو خبر ورکړ چي يو بل سرتيری يې د افغانستان په ختيځ کي وژل سوی دی .

ناټو د تل غوندي د خپلو دواړو عسکرو د وژل کېدو دقيق ځای او هويت نه دی څرګند کړی روانو جګړو ته په پام سره ويل کيدای سي چي لومړنی سرتيری به د هلمند ولايت په شاوخوا کي وژل سوی وي .


تر دې وړاندي طالب وياند لراوبر ته وويل چي نن يې په بېلابېلو بريدونو کي دولتي او خارجي سرتېرو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي ، نوموړي په ځانګړي ډول وويل چي تېره ورځ يې دولس بجې د پکتيا په شهرنو ولسوالۍدخوني خوله په سیمه کې ديوه کمين په لړکې رامينځته شوي بريد په نتيجه کې د خارجيانو يوه عراده پوځي ټانګ په راکيټ ويشتلی چي پکښې ناست درې تنه امریکايي عسکروژل شوي اودوه نورسخت ژوبل شوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024