د ناټو پروني وژل سوي پوځیان امریکایان وو
پنتاګون اعلان وکړ چی طالبانو پرون په هلمند کی دوه امریکایی مرین پوځیان ( البته د الفتح عملیاتو په ترڅ کی ! ) ووژل ، خو دا یې و نه ویل چی هغوی د مرمیو ښکار سول که د ماینونو ، او آیا هغه مارجه وه که بل ځای .
د دغو دوو پوځیانو د وژل کېدو خبر ناټو ورکړی و ، لاکن هویت یې نه وښودلی ، او دا دی نن پنتاګون هغوی امریکایان وبلل . په دې سره د امریکایی پوځ تلفات ۱۰۶۹ ته ورسېد .