استرالياپاكستان ته ماته وركړه اوپايلوبي ته ووت
متن : دنړيوال جام دخپلولوپه موخه پرون دشپي په اتو بجوپه نيمه پايلوبي كي دپاكستان اواستراليا دلوبډلوترمنځ يوه ډيره په زړه پوري لوبه ترسره شوه پچه استراليا وګټله اوپاكستان ته يي دمنډوجوړولوبلنه وركړه پاكستان هم په منډوجوړولوشروع وكړه كه ځه هم چي باران شوي وو اوميدان لند وو اودمنډوجوړولولپاره نه وو برابرخوپاكستان واقعا چي ډيره ښكلي لوبه وكړه تر86 منډوپوري كوم لوبغاړي له لاسه نه وو وركړي اودوي همداسي تمه ددوه پرانيستونكولوبغاړوڅخه درلوده چي كامران اكمل اوسلمان بټ وو. دپاكستان په لوبغاړو كي كامران اكمل اوعمر اكمل دواړو ورونو ډيره ښكلي لوبه وكړه دواړو په نوبت باندي 50 او56 منډي وكړي اوبلاخره دشپږولوبغاړو په سوزيدوباندي يي 191 منډي وكړي اواسترالياته يي د192 منډو هدف وټاكه چي نسبتا لوړ هدف وو اوزياتره خلكوفكركاوه چي لوبه به پاكستان ګټي خوهغسي نه وه
كله چي استراليا په منډوجوړولوشروع وكړه ډيوټ واټسن اووارنر راووتل چي هميشه يي استراليا ته ديري مندي جوړي كړي دي خوپه دوهم بال باندي وارنرپه صفرباندي وسوزيده په ځلورم اوركي واټسن چي ورڅخه داسي تمه نه ووپه 16 منډووسوزيده چي فشارپه استراليا نورهم زيات شو وروسته ويټ اوكلارك ودريدل كلارك هم په 9 منډووسوزيده اوويټ تر24 منډوولاړ وو چي دكامران اكمل له خوانه سټمپ شو فشارپه زياتيدوشو دشپږم نفردسوزيدووروسته مايكل هسي راووت اويوه ډيره په زړه پوري لوبه يي وكړه 12 بالونه پاته وواو35 منډي پاته وي داستراليا اوحتي ټولوموجوده خلكوپه لوبغاړي كي دامنلي وه چي لوبه دپاكستان ده خوهسي په شپږوبالونوباندي17 منډي وكړي چي يوځل بيا دخلكوتوجه لوبي ته شوه اوس نو6 بالونه او18 منډي پاته وي چي دا هم ډيره مشكله وه لوبه دومره حساسه شوه چي په لوبغالي كي اوازښه نه اوريدل كيده خودهسي په اول ګذار څلوريزه اوپه دوهم ګذار شپږيزه ولګيده په دريم ګذارباندي يوه منډه وشوه اوس نودري باله پاته شول اواوه منډي پاته شوي په څلورم ګذارباندي بياهم شپږيزه ولګيده اوس نودوه باله اويوه منډه پاته وه هسي ځان بياګذارته جوړ كړاوپه پنڅم بال يوڅل بيا شپږيزه ولګيده اوداوو لوبغاړپه سوزيدوباندي يي 196 منډي وكړي اودپاكستان ليدلي خوبونه يي په اوبولاهوكړل اواستراليا دخوشحالي نه ترڅودقيقوپوري په ميدان كي په خوشحالي باندي اخته وو.
اوس به نودوروستي پړاو لوبه داستراليا اوانګلستان دلوبډلوترمنځ ترسره كيږي وبه ګورو چي بخت دكومي لوبډلي په كوركي ټغرغوړوي اوخپل هيوادته دنړيوال جام دګټلوسره ستنيږي.