ترانسپورټ وزارت: لوېدلي الوتكه لا نه ده پيدا سوې video

56 | مې 18th, 2010


د افغانستان د ترانسپورټ وزارت چارواكي وايي چې په سالنګونو كې د پامير هوايي شركت د رالوېديدلې الوتكې د موندلو لپاره هلو ځلو تراوسه كومه نتيجه نه ده وركړې.

د ترانسپورټ وزارت وياند ننګيالي كلات وال ازادي راډيو ته ويلي چي، له ايساف او افغان ځواكونو سره يې بيړنۍ غونډه جوړه كړې، څو د لوېدلي الوتكي د موندلو لپاره يو غوره پلان جوړ كړي.

بلخوا د پروان ولایت چارواکي وایي چي، د سیمي پلټونکو ډلو نن د سالنګ په هغه سیمه کي د لټون پلي عملیات له سره پیل کړي چي، ګومان کیږي د پامیرهوایي شرکت مسافر وړونکې الوتکه به په کي رالوېدلې وي.

پرون د لویدلي الوتکي د ټوټو د پیدا کولو لپاره د لټون هوایي عملیات د هوا د خرابوالی له امله له خنډ سره مخامخ شوي وو.

دغه الوتکه چي له کندزڅخه کابل ته په لاره وه، په کي شپږ تنه عمله او ۳۸ مسافرسپاره وه.

Copyright Larawbar 2007-2024