د مالدیف د غونډې په هکله د طالبانو د اعلامیې متن

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 21st, 2010


دتیرو بي واقعیته تکراري اشاعاتو او آوازوپه تعقیب یوځلې بیا ځینوخبري رسنیو په مالدیف هیوادکې داسلامي امارت داستازیو اودکابل دمزدورې ادارې ترمنځ دخبرو اومذاکراتوخبرونه خپاره کړل .
سره له دې چې د داشانې غیرمسؤلانه اوبي پایلومذاکراتوپه اړه داسلامي امارت موقف ټولوته څرګند دی اواسلامي امارت په خپلې وروستۍ اعلامیې کې دورته قضایاوو په اړه خپل دریځ ښه واضح کړی وو خو له بده مرغه چې ځینې خبري رسنۍ دداشانې بي مصداقیته اوازوپه خپرولوسره دصحافت اومطبوعاتي مسؤلیت ترپلمه لاندې په یرغلګرواومستبدوځواکونوپوري دتړلیورسنیورول ترسره کوي اودټولوعیني واقعیتونوخلاف دمالدیف په خبروکې داسلامي امارت داستاځیودګډون خبرونه خپروي.

اسلامي امارت په داسې حال کې چې په افغانستان کې دبهرنیویرغلګروځواکونودشتون په صورت کې دسولې په نامه هره هڅه اوپروسه په افغانستان کې دروانې غمیزې دلااوږدولو لامل بولې دمالدیف په غونډه کې دخپلو استاځیودګډون خبره په کلکه ردوي.
کوم کسان چې اسلامي امارت داستازیوله نوم نه په استفادې سره په نومړي غونډه کې ګډون لري هغوﺉ دکرزي اداري ته تسلیم شوي اشخاص اوفعلا دهمدغې مزدورې ادارې د دولتي ارګانونواویاهم استخباراتوفعال غړي دي چې بهرني یرغلګریې له پخوانیوحیثتونواونومونوڅخه په اجرتي توګه استفاده کوي ،هغوﺉ په حقیقت کې اوس دکرزي داداري غړي دي نه داسلامي امارت استازي اوپه داشانې غونډوکې دهغوﺉ ګډون یواځې دهغوﺉ دخپلو اقتصادي اوسیاسي مجبوریتونولا مل وي نه دافغانستان دروانې ستونزې دحل کولو غرض.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې دبهرنیویرغلګروځواکونوپه وړاندې دالفتح په نوم دخپلو پوځي عملیاتوله مؤثروپایلو اولاسته راوړنوڅخه ډاډه دی دستونزې اساسي حل بیاهم له هیوادڅخه دبهرنیانودبي قید اوشرطه وتلوپه عاجل وتلوکې بولې نه په داشانې وخت ضایع کوونکو اوبي نتیجې مذاکراتو اوغونډوکې.
والسلام
د افغانستان اسلامی امارت

Copyright Larawbar 2007-2024