کوټه :ريکشابم ۲ تنه مړه او ۱۴ نور ټپيان کړل

د لراوبر اداره | مې 25th, 2010


په سهيلي پښتونخوا کوټه کي دماين دچاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپيان شوي دي.

پاکستاني چارواکو رسنيو ته ويلي چې نوموړى ماين په يوه ريکشا کې ځاى پرځاى شوى وو چې ددوشنبې په ورځ ناوخته په کوټي ښار کې وچاوديد چې له امله يې شپاړس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

ديادونې وړده دغې پيښې دځاني زيانونو تر څنګ ګڼ شمير مالي زيانونونه خلکو ته اړولي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024