د بخښي سازمان: افغان ولس د بشري حقونو له تيريو كړيږي

56 | مې 27th, 2010


د بخښي نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کي وايي چي، د افغانستان ولس د بشري حقوقو له پراخو تیریو کړیږي او د جنګ جګړو له امله يې روغتیایي پاملرنې، زده کړو او بشری مرستو ته لاس نه رسیږي.

د بخښني نړیوال سازمان په خپل کلني رپوټ کي وایي چي، د جګړي ټول اړخونه د بشري حقونو تیري کوونکي دي.

دغه سازمان زیاتوي چي د زور زیاتي د پراختیا ترڅنګ افغانان تیرکال له بیلابیلو قانوني ستونزو سره مخامخ وو، د نشه يي توكو قاچاق دوام درلوده، په عدلي نظام کي ستونزي وې او د قانون حاکمیت ته درناوی هم نه دی شوی.

د رپوټ له مخي د زورواکو بخښل، حکومتي جګ پوړو چارواکو ته سزا نه ورکول دې ته لاره خلاصه كړې چي د ولس حقوق ترپښو لاندي شي.

Copyright Larawbar 2007-2024