طالبانو د ناټو څلور پوځیان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 27th, 2010


دانګلستان او امریکا د دفاع وزارتونه لیکی چی طالبانو[ دخپلو الفتح عملیاتو په ترڅ کی ] دوه برتانوي او دوه امریکایی پو ځیان وژلي دي . لومړنی برتانوﺉ په نهرسراج او دوهم په سنګین کی ووژل سو چی په دې سره د انګریزانو تلفات ۲۸۸ ته ورسېدل .
لومړنی امریکای په خوست کی او دوهم په زیو حق کی وژل سوی دی ، چی دغو پیښو د امریکایی پوځ تلفات ۱۰۸۵ ته ورسول .
ویل کیږی چی د مې میاشت ناټو ته تر ټولو مرګونې میاشت ثابته سوې ده چی د هغې په ۲۷ ورځو کی ۴۷ بهرني پوځیان وژل سوي چی د دې جملې څخه ۳۱ یې امریکایان دي .

Copyright Larawbar 2007-2024