ورځپاڼو ته کتنه

34 | مې 30th, 2010


اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې د سولې د ملي مشورتي جرګې په درشل كې د هيواد په بيلابيلو سيمو كې د تاوتريخوالي په زياتيدو بحث كړې او ليكلي، چې د وسلوالو مخالفينو دا هڅې ښۍ، چې دوى دې جرګې او د سولې په اړه كيدونكو خبرو ته هيڅ ډول ارزښت ندي قايل.
ورځپاڼې ليكلي، د وسلوالو مخالفينو لخوا د حملو زياتوالي او په تيره بيا د نورستان د برګ مټال ولسوالۍ نيول د جرګې بريا ترپوښتنې لاندې راوستلې او خلك يى په هغې بې باوره كړي دي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ د وروستۍ شخړې په وړاندې كيدونكي چلند ته هم كتنه كړې او پدې ترڅ كې د ولسمشر دويم مرستيال تورن كړې، چې يوازې خپل قوم پالي.
د ورځپاڼې په وينا ښاغلي خليلي بهسودو ته پخپل وروستي سفر كې هزاره ګانو ته ډاډ وركړې، چې د خپلې وينې په بيه به ددوى ستونزې هوارې كړي، حال دا، چې د ملي شورا غړي بيا د ولسمشر د دويم مرستيال دا ډول څرګندونې د هغه د شان په خلاف بولي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا په هغو انديښنو بحث كړې، چې د وسلوالو مخالفينو لخوا د نورستان ولايت د برګ مټال ولسوالۍ له نيولو وروسته راټوكيدلي دي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د وسلوالو دې خوځښت په امنيتي تدابيرو كې يو لړ نيمګړتياوې رابرسيره كړي، چې تر ټولو مهم يى تر بريد لاندې راغلو ځواكونو ته پخپل وخت د مرستې نه رسول دي.
ورځپاڼه ليكي، چې وسلوال مخالفين هغه ولسوالۍ او امنيتي پوستې په نښه كوي، چې دوى پكې كمزورتياوې وګوري.
ورځپاڼې وړاندې دا سپارښتنه كړې، چې د بيړنيو پوځي حالاتو په مهال د مرستو د رسولو لپاره يو ميكانيزم بايد جوړ او لرې پرتې ولسوالۍ پياوړې كړاى شي.
دې ورځپاڼې هم د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره د روانو تياريو په اړه په يو مطلب كې ليكلي، چې د ولسمشر كرزي په مشرۍ په يوه غونډه كې روانې تيارۍ وڅيړلې شوې.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ د وروستۍ شخړې په اړه د ولسمشر كرزي د دويم مرستيال دريځ ته كتنه كړې او پوښتلي دي، چې ښاغلې خليلي د افغان دولت دويم مرستيال دې او كه د هزارستان د دولت مشر؟
ورځپاڼې د ښاغلي خليلي وروستيو څرګندونو ته په اشارې، چې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ حقوقي شخړې ته يى قومي او سياسي بڼه وركړه له ولسمشر كرزي نه غوښتي دي، چې نوموړې دې له خپلې دندې ګوښه او د هغه پر ځاى دې يو بل هيواد پاله هزاره وټاكي.
ورځپاڼې د وسلوالو مخالفينو لخوا د نورستان د برګ مټال ولسوالۍ په نيولو هم بحث كړې او ليكلي، چې طالبان او القاعده هڅه كوي، چې نورستان پخپل يو پياوړي مركز بدل كړي.
ورځپاڼه ليكي، چې برګ مټال ولسوالۍ ته دا ګواښ له تير كاله راهيسې پيښ وو خو له ورايه ښكاري، چې د هغې په وړاندې له بې پروايي كار اخستل شوې.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د سولې د ملي مشورتي جرګې په درشل كې د وسلوالو مخالفينو لخوا د حملو په زياتولو بحث كړې او ليكلي، چې له دې حملو سره مخالفين غواړي دا ثابت كړي، چې ددوى د همكارۍ پرته په افغانستان كې سوله نا ممكنه ده.
ورځپاڼه ليكي، چې وسلوال مخالفين دا هڅه هم كوي، چې د سولې په ملي مشورتي جرګې باندې حاكمه فضا بدله كړي، څو د جرګې ګډونوال ولسمشر او بهرنيانو ته دا سپارښتنه وكړي، چې د سولې لپاره د وسلوالو مخالفينو شرايط ومني.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د جرمن ځواكونو د حضور په سر ددغه هيواد په بيلابيلو كړيو كې شتو اختلافاتو ته هم كتنه شوې او د جرمني ددفاع د وزير په حواله ليكل شوي، چې په افغانستان كې ددوى د ځواكونو حضور غير اقتصادي دې.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا د نورستان د برګ مټال ولسوالۍ د بيرته نيولو لپاره د بيړنيو اقداماتو غوښتنه كړې، ځكه د ورځپاڼې په وينا كه داسې ونشي نو وسلوال به د نورستان د نورو ولسواليو نيولو ته ملا وتړي.
ورځپاڼې افغان او بهرنيو ځواكونو ته دا سپارښتنه كړې، چې ددې ولسوالۍ د بيرته نيولو لپاره دې له دقيقو استخباراتي معلوماتو كار واخلي، څو عامه خلكو ته زيان وا نه وړي، ځكه د ورځپاڼې په وينا ددې ولسوالۍ د بيرته نيولو لپاره د سيمه ايزو خلكو ملاتړ هم ضروري دې.

Copyright Larawbar 2007-2024