کندهار: په عملياتو کې وسله وال وژل شوي او نيول شوي دي

34 | مې 31st, 2010


دکندهار ولايت سيمه ييزو مقاماتو ويلي دي چې نړيوالو ځواکونو تيره شپه ددغه ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړل او اووه تنه وسله وال مخالفين چې په کندهار ولايت کې په يې په نا امنو پيښو کې لاس درلود وژلي دي .
دکندهار ولايت امنيه قوماندان سردارمحمدځاځي ويلي نړيوالو ځواکونو تيره شپه ددغه ولايت دپنجوايي ولسوالۍ دزنگاوات دسيمې دکريم خان په کلي کې ديوې ډلې وسله والو د ځپلو په مقصد ځمکني اوهوايي عمليات ترسره کړل. دعمليات برخه والو اووه تنه چې ويل کيږي په ماين ايښودلو کې رول درلود وژلي دي او درې تنه يې نيولي دي .
په وژل شويو اونيول شويو کسانو کې په کندهار کې دطالبانو دډلې قوماندان هم شته . له بله پلوه نړيوالو ځواکونو هم ويلي دي دهغو عملياتو په بهيرکې چې په کندهار ښار او ولسواليو کې ترسره شول يوشمير وسله وال وژل شوي دي اويو شميريې نيول شوي دي.
په وژل شويو کسانو کې يو سيمه ييز قوماندان ملازړګى هم شته چې دکندهار ولايت دژيړي ، پنجوايي او ارغنداز په ولسوالۍ کې په ناامنو پيښو کې يې رول درلود. دوه تنه نور فيض محمداوسلطان محمد چې دماينونو په جوړولو کې مهارت درلود په وژل شويو کسانو کې شامل دي.

Copyright Larawbar 2007-2024