د ناټو دوه پوځیان ووژل سول
د انګلستان د دفاع وزارت وویل چی طالبانو د هلمند په سنګین کی یو برتانوﺉ پوځی د ماین په چاودنه سره وواژه . دغی پیښی د انګریزانو تلفات ۲۹۰ ته ورسول .
د یو بل خبر له مخی چی ناټو ورکړ ، طالبانو نن د هېواد په جنوب کی د دوی یو پوځی په مخامخ ډزو کی وواژه ، خو د هغه هویت او د پیښی ځای یې واضح نه کړ . په دې سره د ناټو عمومی تلفات ۱۷۹۵ ته ورسېدل .