ننګرهار: د دوو قبيلو ترمنځ نښته کې ٢٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

65 | جون 12th, 2010


په ننګرهارولايت کې د دوو قومونو ترمنځ په نښته کې دوه تنه وژل شوي اونږدې شل تنه نور ټپيان شوي دي .

دننګرهار ولايت دوالي وياند احمدضياعبدالزى وايي دغه نښته دبهسودو او روداتو ولسوالۍ دخلکوترمنځ دځمکو دويش پرسر شوې ده .

نوموړى زياتوي سيمې ته دپوليسو په رسيدوسره نښته پاى ته ورسيده اودپيښې په اړه څېړني رواني دي .

Copyright Larawbar 2007-2024