جلال آباد: ١٣ ساعته وروسته هم اور بل دى

34 | جون 13th, 2010


په جلال ابادکې په يوه مارکيټ کې داورلګيدنې له امله نږدې سل هټۍ سوزيدلي او بې کچې تاوانونه يې اړولي دي .
دعيني شاهدانو په وينا دغه اور چې تيره شپه اوه بجې اوپنځلس دقيقو په شاوخوا کې ديوه بريښنا توليدونکې ماشين داورلګيدنې له امله وغزيده چې له امله يې نږدې سلو هټيو چې دقالينو، څپلکو او د سپورټ دوسايلو وې اور واخيسته چې بې کچې تاوان يې تردې دمه اړولى .
هټيوالو لروبرته وويل چې دننګرهار اور وژنې اداره په دې ونه توانيده چې اور مړ کړي او له امله يې ددوي هغه شتمني چې په کلونوکې ګټلې وه داور لمبو له ځان سره يوړه .
تراوسه ددغه اور دلګيدنې له امله دمالي اوځاني زيان په اړه دقيق معلومات نه دي څرګند شوى .

Copyright Larawbar 2007-2024