ننګرهار:دکرکټ سيالۍ پاى ته ورسيدي

65 | جون 14th, 2010


دننګرهارولايت دچپليارپه ولسوالي کي دکرکت سيالي ددرويش خيل شايق لوبډلي په اتلولي سره پاي ته ورسيده
دچپليارپه ولسوالي کي زمونږ همکار په وينادکرکټ په دغه سياليو کي ددي ولسوالي دوه ديرشولوبډلو ګډون کړي وواو دازغر اباداو شايق لوبډلو وکړايشول په تيرولوبو کي خپلوسيالانو ته په ماتي ورکولوسره ددي سياليو فاينل لوبي ته لاره پيداکړي او تيره ورځ دواړه لوبډلي په داسي حال کي چي دلوبي دننداري لپاره ددي ولسوالي قومي مشران او دورزش مينوال هم راغلي ووديوبل په وړاندي دلوبي ډګر ته ووتي او دقرعي په ګټلوسره لمړي منډي دشايق لوبډلي پيل کړي چي په دولسواورنو کي داوولوبغاړو په سوزيدوسره يي خپلي سيالي لوبډله ته د135منډوهدف وټاکه چي په ځواب کي دازغر ابادلوبډلي ونشوکړاي چي ټاکل شوي هدف پوره کړي او لوبه دشايق لوبډلي په اتلولي سره پاي ته ورسيده
ديادوني وړده چي دلوبي په پاي کي ددي ولسوالي قومي مشرحاجي شاهدلخوالوبغاړو ته کپونه او نقدي تحفي ورکړل شوي

Copyright Larawbar 2007-2024