ننګرهار:دزدکوونکودازموينې پايلي اعلان شوي

65 | جون 15th, 2010


په ننګرهار کې دښوونځيو زده کوونکو دتيرو ازموينو پايلې اعلان شوې او ددې سربيره له هغو اتياتنو څخه ازموينه واخستل چې دلوړو زده کړو لپاره ترکيې هيواد ته استول کيږي
دننګرهار دپوهنې رياست سرپرست ريس سيدعيسى سادات او دالايي ليسې مديرې دخپلو خبرو پرمهال ټولو برياليو زده کوونکو ته مبارکي ورکړه او له ښوونکو څخه يې مننه وکړه چې په ريښتني توګه يې دزده کوونکو په روزنه کې هڅې کړي دي
دزده کوونکو دازموينې دپايلو په موخه په جوړه شوې غونډه کې دالايي ليسې زده کوونکې فرشته ددولسم ټولګي دفارغې شوې عمومي اولنمرې په توګه وپيژندل شوه چې نوموړې او درې نوروته ستاينليکونه او تحفې هم ورکړل شوې

Copyright Larawbar 2007-2024