ننګرهار:دترکيي هيواد لسوبرسونولپاره ازموينه واخيستل شوه

65 | جون 15th, 2010


دپوهنې وزارت په چوکاټ کې دننګرهار دپوهنې رياست لخوا دديارلس سوه اوه اتيا او ديارلس سوه اته اتيا کال دفارغو زده کوونکو څخه دترکيې هيواد دلسو برسونو لپاره ازموينه هم واخستل شوه
دننګرهار ولايت دپوهنې رياست مسولين وايي له دغې ازموينې وروسته به لس تنه بريالي زده کوونکي دلوړو زده کړو لپاره ترکيې هيواد ته واستول شي
ددغې ازموينې په موخه دجوړې شوې غونډې پرمهال دننګرهار ولايت اجرايه ريس محمدحنيف ګرديوال ، دپوهنې سرپرست ريس ، دپوهنې وزارت څخه راغلي استازي غلام دستګيرسليمان خيل خبرې وکړې او دزده کوونکودبريا هيله يې وکړه
دوى وويل دغو زده کوونکو لپاره به په نوموړي هيواد کې دلوړو زده کړو کولو وړيا جانس برابر شي چې په دې سره به ښې تجربې هم ترلاسه کړي
دپوهنې رياست دمسولينو په وينا دپاکستان هيواد دبرسونو لپاره به دروانې مياشتې په ديرشمې نيټې ازموينه هم واخستل شي
ديادولو وړده چې په دې غونډه کې دولايتي شورا استازې او دننګرهار دقبايلو ريس هم ګډون درلود

Copyright Larawbar 2007-2024