مکسيکو:بيلابيلوپيښوکې28تنه وژل شوي لسګونه نورټپيان دي

65 | جون 16th, 2010


په مکسيکوکې دامنيتي ځواکونو اودنشه يې توکو دقاچاق وړونکو ترمنځ په نښته کې پنځلس تنه وژل شوي .بلخوا ددغه هيواد په شمال لويديځ کې د دوو اورګاډو دټکر له امله ديارلس تنه وژل شوي اوپه لسګونو نورټپيان شوي دي .
دنوموړې هيواد امنيتي چارواکې وايي ددغه نيم ساعته نښتې وروسته پوليسو دتورنوکسانوله دفترڅخه ډيرى نشه يې توکوې او وسلي ترلاسه کړي دي
پوليسو ويلي دنښتې پرمهال ډيرى کسان په تيښته بريالى شول اودوى هڅه کوي ترڅوهغه کس پيداکړي چې له تښتيدلوکسانوسره يې دتيِښتې پرمهال مرسته کړي ده .
ديادونې وړده تيره ورځ هم په مکيسکوهيوادکې دنشه يې توکو د دوه قاچاق وړونکوډلو ترمنځ دنښتې له امله اته ويشت تنه ووژل شول اوپه لسګونو نورټپيان شول

Copyright Larawbar 2007-2024