زابل : دولت اومخالفين يې يوبل ته ددرنې مرګ ژوبلي ادعاكوي
په زابل كې دپوليسوچارواكې وايې چې دتيرو۲ نيمومياشتوپه ترځ كې يې دبيلابيلوعملياتوپه پايله كې په لس ګونووسله وال طالبان وژلي اوپه لس ګونونوريې ټپيان كړي
دغه رازپوليس چارواكې له خپله لوري هم د۱۶ پوليسودمرګ ژوبلي خبره كوي
زابل هم له سويلي ناارامووالايتونوڅخه بلل كېږي چې زياتره امنيتي پېښي يې دډيورنډپولي ته څېرمه په ۴ سرحدي اويوشمېرنوروغرنيوسيموكې رامنځ ته كېږي .
شينكۍ ،شملزي ،آټغراونوبهارهغه والسوالۍ دي چې امنيتي چارواكې پكې دزياتونښتوخبروركوي .
دزابل دامنيې قومندانى كشفي مرستيال عبدالظاهرناصري نن په يوه خبري ناسته كې وويل چې دتيروڅه باندې ۲ مياشتوپه ترځ كې دپوليسوپه بيلابيلوعملياتوكې ۴۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي ،۵۳ تنه ټپيان شوي اوپه لس ګونوميله وسلې ،مهمات اوموټرسائكلان ددوى لاس ته ورغلي .
نوموړي زياته كړل چې پدغوعملياتوكې ددوى ۹ تنه پوليس وژل شوي او۷ تنه نورټپيان شوي .
پرهمدې حال بياوسله وال طالبان خپل لوري ته پدې كچه اوښتې مرګ ژوبله نه مني ،ولي برعكس ادعاكوي چې د همدې مودې په ترځ كې يې په زابل كې يوازي ۱۰۰ كورني سرتيري په نښتواوبمي چاودنوكې وژلي .
كه څه هم په زابل كې دولت اومخالفين يې يوبل ته دڅه باندي ۲ مياشتوپه موده كې ددرنې مرګ ژوبلي داړولوادعاكوي ،خوبشري بسنټونه اوځايي اوسېدونكې بياوايې چې زياتره وختونه په روانه جګړه كې ولسي زيات زيان ويني .
په سويل كې دبشري حقونودخپلواك كميسيون ځايې چارواكې وايې چې په ځانمرګو اوهوايې بريدونو،بمي چاودنو،مخامخ جګړواوحتى داستوګنې پركورونودتوغنديودلګېدوپه پېښونږدې هره ورځ ولسي وګړوته مرګ ژوبله اوړي .
زيات شنونكې پردې ټينګاركوي چې نورپه ولس كې درواني جګړې دزغم حوصله نده پاتې اوبايدچې څومره ژركېداى شي دنړيوالوپه ګډون ،افغان دولت اومخالفين يې ، دسولي په لاركې اغېزمن ګامونه پورته كړي .