ننګرهار: سيلاونو15تنوته مرګ ژوبله اړولې

65 | جون 19th, 2010


په ننګرهارولايت کې دسيلاوونو راوتلو له امله پنځلس تنوته مرګ ژوبله اوښتې اويوشميرخلکوته يې مالي زيانونه هم اړولي دي .
دننګرهارولايت دطبيعې پيښو پروړاندې دمبارزې رياست وايي دغه سيلاوونه تيره شپه دخوږياڼو په حصارک ولسوالۍ کې راوتلي دي .
ويل کيږي ددغه سيلاوونو له امله دحصارک دسيمې دوه ويشت کورونوهم ويجاړشوي او نږدې پنځوس جريبه کرهڼيزه ځمکه له منځه تللې ده .
بلخوا دخوږياڼو دشيرزادو ولسوالۍ يوشميراوسيدونکې وايي چې په دغه ولسوالۍ کې دوسلوالوطالبانو اودولت ترمنځ نن سهار وختي يوځل بيانښته شوي خودمرګ ژوبلې په اړه دقيق معلومات نه شته .

Copyright Larawbar 2007-2024