کندوز:12 وسلوال طالبان وژل شوي

65 | جون 19th, 2010


په کندوز ولايت کې دافغان اوبهرنيوځواکونو په يولړ ګډو عملياتوکې دولس تنه طالب جنګيالي وژل شوي دي .
دهيواد په شمال کې د درې سوه دريم زون وياند وايي چې دغه عمليات تيره شپه دکندوز ښار د دريمې حوزې په اړونده سيمه ګورتيبه کې شوي دي .
ويل کيږي په دغه عملياتوکې دوسلوالوطالبانو يومشر ملاعبدالرزاق هم په وژل شويوکسانوکې شامل دي .
بلخوا ناټوځواکونه وايي په دغه عملياتوکې له هوايي اوځمکني پوځ څخه کار اخيستى دى .
طالبانو په دې اړه لاڅه نه دي ويلي

Copyright Larawbar 2007-2024