جنرال پتريوس بېسده شو!

د لراوبر اداره | جون 25th, 2010


جنرال پتريوس بېسده شو!


د نړيوالو رسنيو د خبر له مخې په عراق او افغانستان كې د روانو جګړو مشر، د امريكا  د متحده ايالاتو څلور ستوريز جنرال ديويد پتريوس هغه مهال نا څاپه بېسده شو چې د افغانستان د ماموريت په اړه  د امريكايي سناتورانو له سختو پوښتنو- ګرويږونو سره مخامخ شو. د فرانس پرس د خبر له مخې جنرال پتريوس نيم ساعت بېسده و؛ خو وروسته د پوځي ډاكترانو د هڅو په پايله كې بېرته په پښو ودرېد او زړه نا زړه غونډې ته حاضر شو!
كه څه هم چې څلور ستوريز جنرال په رسمي غونډه كې بېسده شو او ځينو نړيوالو هغه تصويرونه ښكاره كړل چې د جنرال پتريوس سر ورو- ورو ځوړند او له خبرو پاتې شو؛ خو ځينو امريكايى رسنيو ډېره هڅه وكړه چې خبره پټه كړي او يا يې بې ارزښته وبولي!
 د افغانستان د روانې غميزې د خبرو په وخت كې د جنرال پتريوس بېسد توب، ما ته دوې ورته كيسې را په ياد كړې چې د پتريوس اوسني رواني حالت ته ورته دي. يوه دا كيسه مې لوستې او دوهمه مې اورېدلې ده.
كله چې جرمني په لومړۍ نړيواله جګړه كې ماته وخوړه، متحدينو د كال ۱۹۱۹ په جنوري كې د پاريس د سولې كنفرانس راوغوښت. كنفرانس په يوه خوله پرېكړه وكړه چې جرمني به متحدينو ته هغه تاوان وركوي چې جرمني په ورانوونكي جګړه كې وراړولى دى! خبر وايي چې دا تاوان دومره دروند و چې په څو روځو كې يې د جرمني د ملي بانك د رييس سر، بريت او ږېره ټول سپين كړل!
(لر او بر ډاټ كام) په دې اړه ليكي چې هغه وخت د جرمني د ملي بانك رييس نا څاپه سپين ږيرى شو؛ خو بېسده شوى نه و. د طب ډاكټران وايي چې انسان هغه وخت بېسده كېږي چې پېښ شوى حالت د نور زغم نه وي. كه يو څوك موټر ووهي، ډېر هډونه يې مات او وينه يې لاړه شي، دا سړى بايد زښت ډېر دردونه وګالي؛ خو خداى(ج) د انسان په وجود كې داسې يو قوه خلق كړى چې دا ژوبل انسان بېسده كېږي او په خپلو دردونو نه پوهېږي. ډاكتران وايي چې انسانان د خپل ژوند په ډېرو سختو شېبو كې بېسده كېږي او په دې توګه د درد او دوك له درانه فشاره لږ خلاصون مومي.
دويمه كېسه په افغانستان او شوروي اتحاد پورې اړه لري. د دې كيسې اتلان د شوروي اتحاد د كمونست ګوند د مركزي كميټې عمومي منشى او د شوروى اتحاد د رييسه هيات صدر بريژنف او يو عادى ډم دى. وايي چې بريژنف د خپلو وېښتانو د كمولو او سمولو له پاره د ډم دكان ته ورغلى و او يا يې ډم خپل كور ته غوښتى و. د كيسې راوى وايي چې ډم د بريژنف د سر د جوړولو چارې نوى پيل كړې وي چې له ده څخه يې پوښتنه وكړه ملګرى بريژنف دا د افغانستان مسله به كله پاى ته رسي؟ زموږ يولك سرتېري هلته په جګړه بوخت دي؛ خو د بري هېڅ پته نه لګي؟ بريژنف دا وخت فكر كړى و چې دا ډم دومره ارزښت نه لري چې پوښتنه يې ځواب شي؛ ځكه يې ځان غلى ونيوه او ډم يې د لاس په خوځولو وپوهاوه چې كار دې كوه، ډمه ستا يې په افغانستان څه!
راوي وايي چې ډم څو دقيقې وروسته بيا پوښتنه كړې وه چې ملګرى بريژنف دا د افغانستان ستونزه به كله پاى ته رسي؟ بريژنف بيا له ځآنه سره فكر كړى و چې دا ډم په دې نه ارځي چې پوښتنې ته يې ځواب وويل شي؛ ځكه يې د سترګو په اشاره پوهولى و چې سړيه خپل كار كوه. د راوي له قوله چې سپين سترګې ډم څو دقيقې وروسته بيا پوښتنه كړې وه چې ملګرى بريژنف و دې نه ويل چې د افغانستان خبره به كله پاى ته رسي؟ ويل كېږي چې دريېمې پوښتنې د بريژنف اعصاب خراب كړي و او په ډېره غوسه يې ډم ته ويلي و چې پاګله  ستا يې په افغانستان څه چې نه مې پرېږدې او پرله پسې دا پوښتنې كوي چې د افغانستان ستونزه به كله پاى ته رسي؟ په تا يې څه د CIAاجنټه! وړوكى سړى، يو عادي ډم او داسې غټې _ غټې پوښتنې!
راوي وايي ډم چې ډېر بېريدلى و، سمدلاسه بريژنيف ته ويلى و چې زه د CIA اجنټ نه يم او څه خاص مقصد هم نه لرم وېښتان دې ډېر ګډوډ او بې نظمه دي،  سم نه جوړېږي؛ خو چې د افغانستان نوم درته واخلم، ټول وېښتان دې شخ- شخ ودرېږي او زه يې سم پرې كولى شم!
خير د شوروي اتحاد سره پوځونه له ماتې سره مخامخ شول، هغه سترواكى د افغانانو په لاس دړې وړې شوه او د څلوېښتم لښكر او جنرال بوريس گروموف په شان ستر- ستر نومونه هېڅ شول! نه شوروي اتحاد پاتې شو، نه څلوېښتم لښكر، نه سره پوځونه، نه جنرال ګروموف، نه د وارسا پوځي تړون او دا ټول د سترواكيو د مدفن له لاسه په اوبو لاهو شول.
بيا نورې پېښې وشوې او د امريكا د متحده ايالاتو، ناټو او نور هېوادنو څه باندې يو لك او شل زره پوځيان افغانستان ته راغلل. دې پوځيانو په لومړى سر كې غوښتل چې په افغانستان كې له القاعده او نورو بنسټ پالو سره وجنګېږي؛ خو اوس يې د كار ساحه دومره پراخه شوې چې غواړي په (مارجه) كې ښه حكومت جوړ كړي او هلته خلك د بهرنيو پوځونو په انقلابي ملگرو بدل كاندي!
د كار د ساحې پراخوالې دا يو لك او شل زره پوحيان د افغانستان په ۶۵۰۰۰۰ كيلومتره مربع غرنى خاوره كې لالهانده كړى او هره روځ يې جنازې خپلو كورونو ته روانې وي. اوس داسې ښكاري چې امريكايان او انډيوالان يې په دې نه پوهېږي چې افغانستان ته د څه له پاره راغلي او دلته څه غواړي؟
سږنى ۲۰۱۰ كال دومره خونړى دى چې د امريكا ولسمشر بارك اوباما او د ده ډېر پنځه ستوريز او څلور ستوريز جنرالان يې په ټينګه وارخطا كړي دي. په داسې حال كې چې د افغانستان د كورنيو چارو سرپرست وزير ښاغلى منير منګل وايي چې هېواد له ۳۶۴ څخه ۳۵۵ ولسوالۍ نا امنه دى او خلك روانه ګډوډې په رڼو سترګو ويني؛ خو امريكا يې جنرالان اوس هم وايي چې په موږ په افغانستان كې ډېر برياليتوبونه تر لاسه كړى او وضع په سم لور روانه ده!
دا پنځه ستوريز ا وڅلور ستوريز جنرالان په دې ښه پوهېږي چې له تبليغاتي هياوهوى څخه پرته هېڅ لاس ته راوړنه نشته او د ناټو د ماتېدو اوازې ورو- ورو ريښتيا كېدلى شي. هالند سږكال له افغانستانه وځي، كاناډا، پولند او ځنې نور هېوادونه هم دې ته تيارى نيسي چې په يو- دوه كاله كې خپلې پښې سپكې كړي او خپل سرونه خوندي وباسي. له دې وروسته به د يوه اوږده، پراخه، فرسايشي او بې هدفه جنګ ټول بار د امريكا، اوباما، پترايوس او مك كريسټل په اوږو بارشي چې د پورته كولو وس يې نه لري او د دې بې وسۍ نښې- نښانې همدا اوس له ورايه ښكاري.
د امريكا د متحده ايالاتو په مشرانو جرګه كې، سناتورانو ته د خطاب په وخت كې د جنرال پتريوس ضعف په ډاګه وښوده چې امريكايي جنرالان په افغانستان كې تر سخت فشار لاندې دي، دوى ورو- ورو په خپل بري بې باوره كېږي او فكر كوي چې د پخواني شوروي اتحاد په پلو روان دي، په افغانستان كې يې په داسې خلكو سرمايه ګذاري كړې چې د نظام د جوړولو وس نه لري او د خپلو جيبونو د ډكولو له پاره كار كوي او بس!
د پتريوس بېسده كېدل وړوكى خبره نه ده. دا يو ستر پيغام لري او هغه دا چې امريكا او متحدين يې په افغانستان كې له سترو، سختو او نه حل كېدونكو ستونزو سره مخامخ دي او د بري لمر په تورو وريځو كې پټ ښكاري. كه وضعه همداسې دوام وكړي او امريكا په افغانستان كې د يو بنسټيز عقلاني بدلون له لارې وضع قابو نه كړي؛ نو ډېر داسې پنځه ستوريز او څلورستوريز جنرالان به بېسده شي او خپله كمزورتيا به په ډاكه كړي!

Copyright Larawbar 2007-2024