امريکايي رسنۍ دترهګرو سره مرستي ته تيار دي

د لراوبر اداره | جون 29th, 2010


امریکایی رسنۍ اوخبریالان له ترهګرو سره مرستې ته تیار دی کله چې روسیه کلابنده وی


ژباړن:میوند غازی


روسی وګړی دهغه څه په اړه په قهر دی کوم چې دمسکو پر میټرو د مارچ په ۲۹ نیټه د ترهګریزو بریدونو له امله چې  تر ۵۰ زیات  روسی وګړی  مړه شول او امریکایی رسنیو  یی په اړه بیلا بیل مقالې او راپورونه خپاره کړل .


دمثال په ډول  یو ډیر نامتو لیکوال nick perumov په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې په خپل یو راپور کې د روسی وګړو په قتل کې چې  کومو  ترهګرو لاس درلود هغې ته د چیچنیا د ازادۍ  د اتلانو لقب ورکړی .


نوموړی لیکوال لیکې : دې ته ترهګر نشی ویل کیدای دا یواځې د روسی مخالفین دی چې د ازادۍ لپاره مبارزه کوی.
یعنی نوموړی لیکوال د ترهګرو په اړه د مثبتو نظریاتو درلودونکی دی .
Clifford levy د پورتنې ذکر شوی مضمون لیکوال اوپه مسکو کې د نیویارک ټایمز خبریال دی چې له ترهګرو سره یې د خواخوږی دخودنې د رپوټ له امله لوستونکی یی ډیر زیات غوصه کړی.


Philip pen په مسکو کې د واشنګټن پوست د دفتر مشر دی او د پورتنی کس خبرو ته انعکاس ورکوی او دهغې پر پل قدم ږدی.


هغه د مارچ په ۳۱ نیټه په  خپل خپره شوی لیکنه  کې د ترهګرو تمثیلی نومونه پیدا کړی ، برید کوونکو ته یې د ځان وژونکو خطاب کړی او بیا ورته د مسلمانو مبارزینو خطاب کوی ، چې دا دوه ګونې نظریی د ترهګرو په اړه د خپلواکو رسنیو دشرم وړ خبره ده .


نوموړی لیکوال همدا راز په عراق ، افغانستان ، اسپانیا او هندوستان کې چې په کومو بریدونو کې بی ګناه خلک وژل کیږی هغه ته ترهګریز اعمال وایی  او دی ته ورته په مسکو کې بمې چاودنو ته دوی (دمسلمانو مبارزینو هلی ځلې ) مخالفین او د ازادۍ بیلتون غوښتونکوخطاب کوی .


دوې په صحی طریقه باندې نه اټکل کیدونکې روسیه باندې ځان نه پوهوی کوم چې ددوې لپاره ډیره لویه خبره ده .


 او  د روسیی د ترهګرۍ پرضد جګړې ته د شمالی قفقازد مخالفینو دټکولو نوم ورکوی ، افراطیان فکر کوی چې د ترهګری بریدونه د یو ملک مشران دې ته اړ باسی چې داسې پریکړی وکړی کوم چې ددی بریدونو جوړونکو ته ګټه ورسوی .


دوی کوښښ کوی چې بیلګه ایز نانندرۍ جوړ او دخلکو اعتماد په خپل دولت لږ کړی او ددې ټولو پر سره باندې داسې حالات رامنځ ته کړی چې د ترهګرو سره د ملاتړ او همدردۍ یوماحول جوړ کړی.


دې موخی ته د رسیدلو لپاره په دې نوې نړۍ کې ښه لاره دوی لپاره  د عامه او ډله ایزو مطبوعاتو کارول دی .


همدغه شان په پرمختللی ملکونو کې  د ترهګرو په حق کې د معلوماتوڅیړنه جرم دی ، ددی معلوماتو له مخې د  Clifford levy او Philip pen  لیکنې او رپوټونه د روسی په اړه ددوې د کم عقلۍ او ناپوهی پایلې دی او ددوې بی پرې توب دړې وړی کوی .


دواړه په خپلو مطبوعاتی ادارو کې ډیرې غټې څټی دی او مسکو ته تر راتلو دمخه په خپلو ورځپاڼو کې دفتری مشران ول .


دواړه ډیرښه پوهیږی که دوی چیری ورته مقالی په امریکا کې د مسلمانانو ، عیسویانو او یهودی ترهګرو په اړه ولیکی نو ددوې چې کومه دنده ده هغه به ختمه شی ، لیکن داسې ښکاری چې دوی په روسیه کې د مختلفو قومی جوړښتونو او مختلفو مذهبونو او دمسلمان مخالفینو په اړه د مقالو په لیکلو سره له وړو خبرو نه غټې خبرې جوړاو ځانونه خوندی .


Clifford levy په روسی تلویزیونونو تور لګوی چې ددی پیښو په اړه ددوې راپورونه یوطرفه او مهم معلومات ترې ایستل شوی وو.
 د بمې چاودنو نه وروسته دې تلویزیونونو ددې پیښې په اړه یادونه ونکړه او راتلونکی معلومات یی پټ وساتل .


خو دا تورونه ناسم دی له لینن ګراد نه ان تر والډی وستوکه پوری ټولو تلویزیونی چینلونو باندې خلکو ته معلومات وړاندې شول .


نه یواځې په مسکو کې بلکی په ټوله روسیه کې زیات شمیر تیلفونونوخبره په ډاګه کړه .


لیکن یقینا Clifford levy  او د هغه مرستندویان دداسې پیښې خبرورکولو کې دپخوانی bernards  د تلویزیونې خپرونې په شان زیاته لیوالتیا لری .


هغه راپورونه کومو کې چې د انسانانودبدن  ټوټی ټوټی غړی ، ټپیان او ښځو چې چغې او ناری وهلی او د میټرو هال چې په سرو وینو ککړو،دهغو ترهګرو په لاس لوبیږی کومو چې د دا ډول ترهګریز بریدونو پلان جوړ کړی وه .


ایا دا په حقیقت کې د امریکا خبریالان دی ؟
او دا څنګه د  بیان خپلواکۍ ده چې دهغو خلکو لخوا کارول کیږی کوم چې روسانو ته د جمهوریت زده کول غواړی .


ولی  دغه   پرمخ تللی  امریکایی ورځپانو او خبریالانو ترهګرو سره خواخوږۍ او مرسته وکړه ؟


په داسې حال کې چې د امریکا جمهور ریس اوباما دمسکو په میټرو کې ترهګریز بریدونه وغندل او خپله خواخوږی یی د روسی د خلکو سره وخودلو، او د روسی څخه یی وغوښتل چې په افغانستان کې د القاعده پرضد جګړه کې برخه واخلی .
اوس په دی اړه پوښته پیدا کیږی چې څوک په امریکایی رسنیو کې دخپاره شویو مقالوپه خپرولو کې مرسته کړی وه ؟

»

Copyright Larawbar 2007-2024