دمصر ولسمشر اوروسيې بهرنيوچارو وزير ليدل وکړل

65 | جولای 1st, 2010


دروسې دبهرنيوچارو وزير سرګيلاروف دمصر دولسمشر حسن مبارک سره په قاهرې کې ترليدنې وروسته په يوې ګډې خبرې غونډې کې دايران داټومې چارو په اړه وويل ايران بايد ثابته کړي چې اټومې چارې يې سوله ييزه بڼه لري
نوموړو زياته کړه روسيه په بنديزونوباور نه لري ځکه چې بنديزونه هروخت ښه پايله نه ورکوي .
لاروف زياته کړه چې دملګرو ملتونو دامنيت شورا له لورې يادبنديزونه ددې لپاره دي څودغه هيواد دنړيوال اټومې انرژۍ اژانس پوښتنوته مثبت ځواب ورکړي .
لاروف وويل اړينه ده چې ايران دخپل اټومې چارو په اړه خبرو اترو ته وهڅول شي .
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ دايران ولسمشرمحمود احمدي نژاد دخپلو اټومې چارو په اړه دخبرو اترو موده نوره هم وځنډوله .

Copyright Larawbar 2007-2024