په جلال ابادکې اته تنه ټپيان شوي

65 | جولای 1st, 2010


اته تنه ملکي وګړې دجلاابادښاردپه تالاشۍ چوکې کې دځاى پرځاى شوې ماين دچاودنې له امله ټپيان شول .
دننګرهارولايت دامنيي قومندانۍ وياند وايي چې دغه پيښه تيره شپه اته بجې اوديرشو دقيقورامنځ ته شوې اوله امله يې دوه تنه ملکې وګړې ټپيان شوي دي .
بلخوا دوالي ويانداحمدضياعبدالزي لروبرته وويل چې په دغه چاودنه کې څلورتنه ملکي وګړې سر،سرې ټپيان شوي خودعامي روغتيامسؤلين وايي چې روغتون ته ددغې پيښې اته تنه ټپيان وروړل شوي دي .
عيني شاهدان وايي دچاودنې له امله مالي زيان هم خلکوته اوښتى دى .

Copyright Larawbar 2007-2024