هرات کې دوه بمي چاودنې شوي

65 | جولای 1st, 2010


په هرات ولايت کې په دوه بمې چاودنوکې اته ملکې وګړې ټپيان شوي دي .
دهرات ولايت دسيمه ييز روغتون چارواکې وايي ديادې پيښې په ټپيانوکې يوه ښځه هم شامله ده
لومړۍ چاودنه نن (پنجشنبه) سهاراوو بجو اوپنځه څلويښت دقيقوپه شاوخواکې دهرات ښارپه لومړۍ ناحيه کې وشوه دنوموړې ولايت دسيمه ييز روغتون دچارواکوپه ويناديادې پيښې څلورټپيان روغتون ته ليږدول شوي .
دوهمه چادونه دنهه بجو اوديرش دقيقوپه شاوخوا کې دهرات ښارپه پنځمه ناحيه کې وشوه .
دپيښې دعيني شاهدانو په وينا په دې چاودنه کې هم څلورتنه ټپيان شوي دي .
دنوموړې ولايت امنيي قومندانۍ دامنيت امر وايي په دوهمه چاودنه کې دوه تنه ټپيان شوي چې له ټپي شويوڅخه يويې بريدکوونکى دى .
نوموړى زياتوي دوهمه چاودنه ديوه لاسي بم له امله شوي ده .

Copyright Larawbar 2007-2024