ميدان وردګو کې ديوطالب قومندان په ګډون 13 تنه وژل شوي

65 | جولای 4th, 2010


په ميدان وردګو ولايت کې دبهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونوکې دوسلوالوطالبانو ديوه مشهور قومندان په ګډون ديارلس وسلوال طالبان وژل شوي دي .
دميدان وردګو ولايت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې لومړى بريد ددغه ولايت په شيخ اباد ولسوالۍ کې دقلعه قاضي په سيمه کې ترسره شوه چې له امله يې يوولس د دولت وسلوال مخالفين چې دکابل کندهار په لاره کې دبريد لپاره يې چمتوالى نيولو ووژل شول .
خبرپاڼه زياتوي چې دوهم بريد دسيداباد ولسوالۍ په ورسک سيمه کې ترسره شوه چې پکې د دولت دوه مخالفين ووژل شول .

Copyright Larawbar 2007-2024