لغمان کې وسلوالو طالبانو دوه بهرنيان ټپيان کړل

65 | جولای 4th, 2010


په لغمان ولايت کې دبهرنيو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښته کې دوه بهرني سرتيري ټپيان شوي دي .
دهيواد په ختيځ کې دبهرنيو ځواکونو درسنيو دفتر وايي چې دغه پيښه تيره ورځ دنوموړې ولايت په عليشنګ ولسوالۍ کې وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې دبهرنيو ځواکونو يوکاروان دوسلوالو طالبانو دبريد ښکار شو.
تردې دمه په دغه پيښه کې دوسلوالو طالبانو دمرګ ژوبلې رپوټ نه دى خپور شوى .

Copyright Larawbar 2007-2024