ميدان وردګ : ټول اوسيدونکي په جماعت لمونځ کولو مکلف دي

د لراوبر اداره | جولای 4th, 2010


دمیدان وردګ ولایت اړونده بازارونه به دلمانځه پروخت تړل کیږي اوهم به دولتي ادارې دلمانځه پروخت په جماعت سره لمونځونه اداکوي.
دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي په لارښونه او دحج اقافو ریاست لخوا ټولو ادارو اودمیداښار هټېوالوته دیومکتوب او داعلان له لارې خبر ورکول شوې چې دمیدانښآر بازار په دپنځه وخته لمونځونو پروخت تړل کیږي او ټول به په جماعت سره خپل لمونځونه اداکوي، همدارنګه ټولو دولتی او نادولتي ادارو ته هم خبر ورکول شوې چې دلمانځه پروخت دماسپښین(۰۰:۱ تر ۳۰:۱) بجې پورې به خپل لمونځونه په جماعت سره اداکوي، په خبر پاڼه کې دمراجعینو څخه هم غوښتل شوې چې ددغه ستر اسلامي اصل ته په پاملرنې سره چې په جماعت سره لمونځ دمسلمانانو ترمنځ داتحاد سبب ګرځي اویودبل حال احوال څخه خبریږي .

دولایت مقام او دحج اوقافو ریاست د میدان وردګ ولایت د ټولو شریفو ولسونو څخه غوښتي چې ددغې اسلامي حکم په تطبیق کې له دوۍ سره هر ډول مرستې وکړئ.
دیادونې وړ ده چې دغه لړۍ به په ولسوالۍ کې هم پیل شي، او دنوموړې لړۍ په تطبیق کې به دهیځ ډول زور څخه کار وانه اخیستل شي بلکي داخلاقي او مذهبي مسولیت پراساس به دعلماء په مرسته پرمخ درومي.

تر هغه وروسته چي د افغانستان اسلامي امارت دامريکا لخوا له واکه ليري سو دا لومړی ځل دی چي د ولايت په کچه دولتي مقام خپل مامورين او عامو وګړو ته جماعت ته د ورتللو سپارښتنه کوي . تر اوسنۍ ادارې مخکي به د اسلامي امارت د امرباالمعروف و نهی ان المنکر ادارې کارکوونکو دولتي او نادولتي ټول خلک هڅول چي لمونځونه به جماعت سره ادا کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024