فساد د ۲۰۰۷ راهیسی دوه چنده زیات سوی دی
د افغانستان د اصالت څارنی جوړښتون ( یعنی : آی . ډبلیو . اې ) په خپله تازه سروې کی وایی چی په افغانستان کی فساد او رشوت د ۲۰۰۷ راهیسی دوه ځله زیات سوی دی . راپور وایی چی افغانستان د نړیوالی ټولنی ، ناټو او په تیره بیا د واشنګټن د هڅو او فشارونو سره سره اوس هم په نړۍ کی د فساد او رشوت په رأس کی ځای لری . راپور زیاتوی چی صرف په ۲۰۰۹ کی یو بلیون ډالره رشوت چارواکو او دولتی مامورینو ته ورکول سوی دی چی هیڅ هېواد یې سارﺉ نه لری .
دا سروې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کی د ۶۵۰۰ کسانو څخه د پوښتنو څخه تهیه سوې ده چی د ۲۰۰۹ په پای کی بشپړ سوې ده . راپور زیاتوی چی دغه کار ټول افغانان متأثره کړي ، دولت یې کمزوره کړﺉ او طالبان یې پیاوړی کړي دي .