چاودنو د پايلوبي د تماشې پر مهال ٦٤ کسان ووژل

34 | جولای 12th, 2010


په غريب افريقايي هيواد يوګانډا کي د دوو چاودنو له امله ٦٤ کسان وژل سوي او شاوخوا ٧٠ تنه ټپيان دي.
چارواکي وايي دوى د ټلوېزون پر پرده د ٢٠١٠ کال د فټبال د سياليو ليدلو ته راټول سوي وو چي چاودني رامنځته سوې او درنه مرګ ژوبله يې واړوله.
دواړي چاودني په رستورانونو کي سوي چي وايي يو امريکايي هم پکښي وژل سوى دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024