يوه افغان عسکر درې برتانوي پوځيان ووژل
په هلمند ولايت کي يوه افغان عسکر درې برتانوي پوځيان وژلي او دوه نور ټپيان کړي دي.
د هلمند ولايتي مقامات وايي پېښه نن سهار د لښکرګاه ښار ته نيژدې رامنځته سوې ده، خو دا لا معلومه نه ده چي افغان عسکر تښتېدلى او که نيول سوئ دي.