په کندهار کی پنځه روغتیایی پرسونل وتښتول سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 15th, 2010


اسوشیټیډ پریس لیکی چی یو پنځه کسیز روغتیایی ټیم چی د کندهار څخه د میوند ولسوالۍ ته تللی او بیرته د راتګ په حال کی و چی پر لاری د وسلوالو لخوا وتښتول سول او د ځانو سره یې بوتلل . په دغه ټیم کی دوه ډاکټران ، یو دواساز ، یو نرس او یو هم د هغوی ډریور و .
تر اوسه چا د دې تښتونی مسؤلیت نه دی منلی خو محلی چارواکی وایی چی دا کار طالبانو کړی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024