د روان نیمایی کال امریکایی زخمیان د تیر ټول کال سره برابر دي
امریکایی خبری شبکه « اې بی سی نیوز » راپور ورکوی چی روان کال په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو لپاره د تیرو نهو کالو تر ټولو د تلفاتو څخه ډک کال ثابت سوی دی . په دغه کال کی د پوځیانو زخمی کېدل هم تر نورو ټولو کلونو ډیر سوي دي ، لکه څنګه چی د سږ کال د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کی د امریکایی زخمیانو تعداد د تیر ټول کال سره معادل بلل سوی دی . راپور وایی چی د جولای تر درېیمی پوری په افغانستان کی دوه زره امریکایی پوځیان زخمی او معیوب سوي دي حال دا چی په تیر ټول کال کی دا تعداد ۲۱۳۹ و . راپور زیاتوی چی د تیر کال دغه تعداد بیا په خپل وار د ماقبل کال تر تعداد درې چنده زیات و او د دې څخه ثابتیږی چی افغان جنګ پرخېدونکی او د طالبانو حملې شدیدی کېدونکي دي . راپور زیاتوی چی د تیر کال په لومړیو شپږو میاشتو کی د زخمی امریکایانو تعداد ۴۸۵ و ، حال دا چی د سږ کال په همدې موده کی هغه ۱۹۲۲ ته جګ سو .