د افغانستان جګړه او د امريکا د پاشل کيدو ګواښ
روان ميلادي کال په افغانستان کې امريکا او د هغې متحدانو لپاره د سياسي بدلونونو حساس کال بلل کيږي او د همدې کال تصميمونه به د افغانستان ، امريکا او ناټو لپاره برخليک ټاکونکي وي.
دا ځکه چې که له يوې خوا امريکا په افغانستان کې د خپلې جګړې د ستراتيژۍ پايلې ته په تمه ده ، له بلې خوا ددې جګړې د ماهيت پر څرنګوالي افغانان او د امريکا ولس په شک کې دى او د ويکي ليکس ويب پاڼې لخوا ددې جګړې په اړه د خپرو شويو رسواينو په اړه فکر کوي او افغان ولسمشر څو ځلې د امريکا حکومت ته دا سپارښتنه کړې ، چې د افغانستان جګړې پر ستراتيژۍ دې له سره غور وکړي ، ځکه اوس د لمر په څير روښانه څرګنده شوې ده ، چې د تروريستانو ځالې د افغانستان په کليو او بانډو کې نشته او نه هم کومه اړتيا شته ، چې امريکا دې په خپلو ړندو بمباريو کې بې ګناه افغان ملکي وګړي ووژني.
بلخوا له افغانستان څخه د ٢٠١١ کال په جولاى کې د امريکايي ځواکونو د وتلو پر سر هم د پيتريوس او د امريکا ولسمشر اوباما تر منځ وروستي اختلافات ، چې دواړه خواوې په يو نظر نه دي او د اوباما په ګډون پنټاګون په وارونو ويلي دي ، چې د اوباما لخوا د ټاکل شوې ستراتيژۍ سره سم به په ټاکلې نيټې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو وتل پيل شي ، خو په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډيويډ پيتريوس بيا له دې سره د مخالفت په ډول وايي چې امريکايي ځواکونه به له حالاتو سره سم له افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي ، په داسې حال کې چې آلماني ويب پاڼې شپيګل انلاين په خپل يو نوي خپاره کړي مطلب کې له وسله والو طالبانو او د حزب اسلامي د دولت مخالفې ډلې سره د سولې خبرو اترو پر سر ټينګار کړى و او د ګڼ شمير آلماني ډيپلوماتانو په حواله يې ليکلي وو ، چې له افغانستان څخه دې د ناټو ځواکونو په ايستلو په تيره آلمان او امريکا جدي هڅه وکړي او د افغان دولت له يادو شويو مخالفو ډلو سره دې هر څومره زر چې شونې وي ، خبر اترې وشي ؛ تر څو د ويب پاڼې په وينا د ناټو ځواکونو د خونړيو او بې ساري تلفاتو مخنيوى وشي او په افغانستان کې ټولې خواوې له جګړې لاس واخلي.
دغه راز ددې اختلافاتو په لړ کې يو هم د خصوصي امنيتي کمپنيو د منحل او نه منحل کولو پر سره په دې وروستيو کې د امريکا پوځ او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تر منځ هم ناندرې راولاړې شوي دي .
وروسته له دې چې ولسمشر کرزي د روانې مياشتې په اوږدو کې پر خصوصي امنيتي کمپنيو نيوکې وکړې او بيا يې د هغوى د منحليدو فرمان صادر کړو ؛ د امريکا پوځ هم د ولسمشر کرزي دغه هڅه وستايله او د خصوصي امنيتي کمپنيو بنديدل يې يوه کارنده هڅه وبلل ، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د تمې خلاف په افغانستان کې د خصوصي امنيتي کمپنيو شتون اړين وباله او د امنيت په ټينګښت کې يې مهم وباله.
دا ټول هغه څرګند موضوعات دي ، چې د امريکايي چارواکو تر منځ يې اختلافات راولاړ کړي دي او لرې نه ده چې همدغه اختلافات د امريکا متحده ايالاتو او د ناټو تړون د پاشل کيدو سبب شي.
ځکه چې پر افغانستان باندې د شوروي يرغل په لس کلنه موده کې هم د شوروي اتحاد د غړو هيوادونو تر منځ د پوځيانو په بې ساري مرګ ژوبلې ، لوړ اقتصادي زيانونه او د نظر سياسي اختلافاتو د روسيې اتحاد په نفاق بدل کړو او پر افغانستان باندې يې د لس کلونو يرغل په موده کې د ١٥٠٠٠ څخه د زياتو پوځيان په له لاسه ورکولو سره ټول وجود ټوټه شو او د ازبکستان ، ترکمنستان ، تاجکستان په څير هيوادونو خپله آزادي تر لاسه کړه.
چې روسيه اوس هم په خپلو کړو پښيمانه ده او په افغانستان کې يوازې د سياسي نفوذ په خاطر هڅه کوي چې خپلې ګټې خوندي او خپل ځان له راتلونکو خطرونو څخه په امان کې وساتي.
نو اوس هم امريکا ته ښايي چې د شوروي اتحاد په څير له برخليک سره تر مخامخ کيدو مخکې د افغان دولت له مخالفو وسله والو ډلو سره د سولې او روغې جوړې لاره خپله کړي ، د افغانستان په خاوره کې هغو ړندو بمباريو ته د پاى ټکى کيږدي ، چې په تيرو څو کلونو کې د القاعده او تروريستانو د ځالو په نامه يې د ملکي وګړو کورونه له خاورو سره خاورې کړل او په سلګونو بې ګناه پښتانه يې ووژل.
او په همدې ډول په ډاډه زړه له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو په وتلو پيل وکړي.