كندهاركې خونړۍ ترافيكي پېښي دلس ګونوكسانوژوندواخيست

حاجی پوپل | جولای 26th, 2010


په كندهاركې يوې خونړۍ ترافيكي پېښي نږدې ۵۰ تنوته مرګ ژوبله واړول
پېښه نن سهاروختي ددامان والسوالۍ دمړوندى مانده په سيمه كې ديوه ۳۰۳ موټردچپه كېدوله كبله رامنځ ته شول
دكندهاردعامي روغتيامرستيال ډآكتراحمدالله فيضي لراوبرته وويل چې پدغه پېښه كې ۲۱ تنه وژل شوي او۲۷ تنه نورټپيان شوي
په قربانيانوكې مېرمني اوكوچنيان هم شامل دي
دكندهاردترافيكومديرسمونوال محمدالله خان لراوبرته وويل چې پېښه دګړندي تګ له كبله رامنځ ته شوې
دنوموړي په ويناچې موټرچلونكې په زيات سرعت سره تګ كاوه چې دغه خونړۍ پېښه ورڅخه رامنځ ته شول
دپېښي په سيمه كې عيني شاهدانولراوبرته وويل چې ۳۰۳ موټر۴ ځلي واوښت اودوژل شويوكسانوسره سره يې ژوندى سپرلى هم سختي ژوبلي كړې .
۳۰۳ موټرله كندهارڅخه دكابل پرلوري دتګ په حال كې وو چې سپرلۍ يې دهيواددبيلابيلوبرخواوسېدونكي دي
له دغې پېښي څخه وروسته ګڼ كسان دترافيكوپرچارواكوباندي نيوكه كوي چې دترافيكوپه كنټرول كې پاتې راغلي
ددوى غوښتنه ده چې ترافيك پوليس دي دمسافروړونكوموټرپه ګډون دټولوموټرسرعت كنټرول كړي اودغيري مسلكي موټرچلونكودشتون مخه دي ونيسي
دالمړى ځل ندى چې ترافيكي پېښي دلس ګونوانسانانوژونداخلي
بلكي تردې وړاندي هم ورته خونړى ترافيكي پېښي رامنځ ته شوي .
دكندهاردعامي روغتيارياست وايې چې ددوى په روغتونونوكې كله هم دجګړې اوكله هم دترافيكي پېښودقربانيانوشمېرلوړوي .

Copyright Larawbar 2007-2024