د ملي امنيت ساتونكو د ديوې لويې چاودني مخه ونيوله
د ملي امنيت ساتونكو د ديوې لويې چاودني مخه ونيول د ملي امنيت ساتونكو د ښه امنيت د تامين په موخه دكندهار ښار په ناحيو كي ګزمې پيل كړي دي، ترڅو هيواد وال وكولاى سي چي خپل روزمره چاري پرته له كومې ويري پرمخ بوزي چي په همدې لړ كي يې نن سهار د كندهار ښار د دوهمې ناحيې د زرګرانو په كوڅه كي د ځايې خلګو په مرسته دوې حلقې ځاى پر ځاى سوي ماينونه چي د دولت ضد مخالفينو له لوري ايښودل سوي وه كشف او شنډ كړل. د سيمي ځايې اوسيدونكو د ملي امنيت دا هڅه وستايل او وويل (( ددې ماينونو په چاوديدو سره به په دې كوڅه كي زښت زيات زيان اوښتى وايې خو خوشبختانه د ملي امنيت ساتونكو د خلګو د كورنو په منځ كي پټ سوي ځاى پرځاى سوي ماينونه وړاندي تر دې چي دځايې اوسيدنكو ښكار سي كشف او خنثي كړل.)) افغان ملي اردو، ملي پوليس او د ملي امنيت ساتونكي د ښار په ناحيو كي پلي ګزمې كوي ترڅو د ورته پيښو مخه ونيسي او خپلو ولسي خلګو ته د ښه ژوند كولو فرصت برابر كړي.