د دوولسو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | اگست 5th, 2010


د بهرنيانو او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کي د دولسو تنو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل سو . نوموړي عمليات په غزني او لغمان ولايتونو کي ترسره سوي . د لغمان ولايت والي محمد اقبال عزيزي وايي چي دغه عمليات د ولايت د مرکز مهترلام ښار په اړونده يوه سيمه کي ترسره سوي چي د کابل د سوړوبي ولسوالۍ سره ګډه پوله لري . نوموړى وايي چي تر عملياتو تر مخه يې د وسلوالو طالبانو پټنځايونه په ګوته او وروسته په نښه کړي . نوموړي وسلوالو مخالفينو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتلو ادعا وکړه خو کره معلومات يې نه درلودل . د دې ولايت امنيه قوماندان وايي چي په دې عملياتو کي بهرنيو او د ملي اردو ځواکونو برخه لري چي تر اوسه ورته هيڅ ډول زيان نه دئ اوښتى .
بل لور ته طالبان دا حکومت دا خبري ردوي او وايي چي په ياده سيمه کي يې ٢٧ تنه بهرني او کورني سرتيري وژلي او د هغوى موټرونه او زغروال ګاډي يې له منځه وړي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024