ګردی ځنګل: کډوال وايي غلو يې ژوند سخت کړئ دئ
دپاکستان دګردي ځنګل کمپ کډوال دغلوله نويوتکتيکنونه ډېرپه تنګ دي دوى وايې چي دروژې دمياشتي په رارسېدوسره غلوپه دې کمپ کي دغلاپه نوي تکتيک لاس پوري کړى چي په لکونو زيانونه يې په لږه موده کي خلکوته اړولي دي دکمپ اوسېدونکي دغلودنوي تکتيک په هکله وايې :
دشپې له پلوه دلسوپه شمېروسلوال کسان بازارته په يوه موټرکي راځي کله چي شپه پخه شوه دبازارپه مينځنۍبرخه کي يوه يادوودوکانونوته اورپوري کوي چي کله يې دوژلولپاره خلک راشي غله يې دبېرته تګه په لاره کي درېږي وسايل نقدي روپۍ اوهرڅه ترې وړي کله کله خو لاداسي هم کوي چي کوم سرمايه داره کس ومومي له ځان سره يې وړي چي دلکونوروپوپه بدل کي يې له وهلواوټکولوورسته پرېږدي کډوال دپاکستان له دولته دمرستي غوښتنه کوي .